د ا.ا.امارت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې وکړې

- اپریل 11, 2026
- تازه خبرونه
په دې مکالمه کې دواړو لوریو د دوو اړخیزو اړیکو پر وروستیو تحولاتو او سیمهییزو مهمو مسایلو بحث وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو همکاریو بهیر مثبت او پرمختګ په لور وارزوله او د دوو هېوادونو تر منځ په سوداگریزو راکړو ورکړو کې د زیاتوالي او په نورو برخو کې د همکاریو په پراخېدو خوښي څرګنده کړه.
محترم مولوي امیرخان متقي د ایران اسلامي جمهوریت او د متحده ایالاتو لخوا د ډیپلوماسۍ پر بنسټ چلند یوه رغنده گام وباله او د خبرو اترو له لارې د مسایلو حل باندې يې ټینگار وکړل.
ښاغلي سید عباس عراقچي هم په دوو اړخیزو اړیکو کې د همکاریو پرمختگ او ترلاسه شویو لاستهراوړنو ستاینه وکړه او د اړیکو د لا پراختیا په پار یې له افغان لوري سره خپل لیدلوری شریکه کړل.
همدارنګه په دې تماس کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر ته د ایران او امریکې تر منځ د روانو مذاکراتو په وروستي وضعیت خبر کړ.
Related Articles
د ا.ا.امارت او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې وکړې
د ا.ا.امارت او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو...
د افغانستان – منځنۍ اسیا مشورتي خبرې اترې
د افغانستان – منځنۍ اسیا مشورتي خبرې اترې Home مې...
د ا.ا.امارت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې وکړې
د ا.ا.امارت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې...
Popular Articles

Press & Media
DIDN'T FIND YOUR COUNTRY?
Can't locate your consulate or need direct help? Contact our global support team for assistance.
© Ministry of Foreign Affairs.
An official platform under the Ministry of Foreign Affairs, Afghanistan.