ستاسو قونسلګرۍ خدمات اوس آنلاین دي، د E-Afghans
Download on the App Store Get on Google Play

د ا.ا.امارت او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امير خان متقي او د سعودي عربستان پاچاهۍ د بهرنيو چارو وزير محترم شهزاده فیصل بن فرحان ترمنځ ټيليفوني مکالمه په دې اړيکه کې پر دوو اړخیزو اړیکو، سعودي کې د مېشتو افغانانو لپاره پر اسانتياوو او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې وشوې.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په سر کې د افغانستان او سعودي د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختيا ټينګار وکړ او په سيمه کې د ثبات لپاره د سعودي هڅې وستايلې.

مولوي امير خان متقي له سعودي لوري څخه مننه وکړه چې په هغه هېواد کې يې مېشتو افغانانو ته د «معلوماتو لېږد» په برخه کې اسانتياوې برابرې کړې او د چارو د ښه پرمختګ لپاره يې ديپلوماتيکې استازولۍ کې د بشري ظرفیت لوړول مهم وگڼل.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ او د ډيپلوماتيکو استازوليو د ظرفيت لوړولو هرکلی يې وکړ.

شهزاده فیصل بن فرحان همداراز په سيمه کې ثبات د ټولو لپاره مهم وباله او د شخړو د پای ته رسېدو لپاره يې پر خبرو اترو او ډيپلوماسۍ ټينګار وکړ.دواړو لوريو د اړيکو پر دوام او په مناسب فرصت کې د ليدو کاتو ژمنه وکړه.

Related Articles

Popular Articles

Press & Media

DIDN'T FIND YOUR COUNTRY?

Can't locate your consulate or need direct help? Contact our global support team for assistance.

Afghan Embassy
islamicemirate
eafghan
mofa

© Ministry of Foreign Affairs.
An official platform under the Ministry of Foreign Affairs, Afghanistan.