د ا.ا.امارت او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې وکړې

- مې 3, 2026
- تازه خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امير خان متقي او د سعودي عربستان پاچاهۍ د بهرنيو چارو وزير محترم شهزاده فیصل بن فرحان ترمنځ ټيليفوني مکالمه په دې اړيکه کې پر دوو اړخیزو اړیکو، سعودي کې د مېشتو افغانانو لپاره پر اسانتياوو او سيمهييزو مسايلو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په سر کې د افغانستان او سعودي د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختيا ټينګار وکړ او په سيمه کې د ثبات لپاره د سعودي هڅې وستايلې.
مولوي امير خان متقي له سعودي لوري څخه مننه وکړه چې په هغه هېواد کې يې مېشتو افغانانو ته د «معلوماتو لېږد» په برخه کې اسانتياوې برابرې کړې او د چارو د ښه پرمختګ لپاره يې ديپلوماتيکې استازولۍ کې د بشري ظرفیت لوړول مهم وگڼل.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ او د ډيپلوماتيکو استازوليو د ظرفيت لوړولو هرکلی يې وکړ.
شهزاده فیصل بن فرحان همداراز په سيمه کې ثبات د ټولو لپاره مهم وباله او د شخړو د پای ته رسېدو لپاره يې پر خبرو اترو او ډيپلوماسۍ ټينګار وکړ.دواړو لوريو د اړيکو پر دوام او په مناسب فرصت کې د ليدو کاتو ژمنه وکړه.
Related Articles
د ا.ا.امارت او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې وکړې
د ا.ا.امارت او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو...
د افغانستان – منځنۍ اسیا مشورتي خبرې اترې
د افغانستان – منځنۍ اسیا مشورتي خبرې اترې Home مې...
د ا.ا.امارت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې وکړې
د ا.ا.امارت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې...
Popular Articles

Press & Media
DIDN'T FIND YOUR COUNTRY?
Can't locate your consulate or need direct help? Contact our global support team for assistance.
© Ministry of Foreign Affairs.
An official platform under the Ministry of Foreign Affairs, Afghanistan.